افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خنډونه او پرمختګونه

د رسنیو مسوولین او یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالي ورځي په مناسبت وايي، د چارواکو له لورې د اطلاعاتو نه رسنیز کول یې کارونه له ستونزو سره مخ کړي.

دوی د حکومت له لورې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ستايي؛ خو وایي چې د دغه قانون د تطبیق او عامه پوهاوي لپاره دې هم کار وشي.

یو شمېر خبریالان وايي، د راپورونو جوړولو لپاره میاشتي میاشتې دولتي ادارو ته په تمه کېږي؛ خو د اداراتو له لوري په اطلاعاتو د محدودیتونو له امله معلومات په خپل وخت نه ور رسېږي.

دوی اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون چارو د ستایني تر څنګ وايي، یاد کمېسیون باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي؛ ځکه ځیني دولتي چارواکي او ویاندویان لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه خبر نه دي.

د رسنیو یو شمېر مسوولین هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د دولتي چارواکو له کړنو خوښ نه دي او وايي، د څېړنیزو راپورونو په برخه کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هم په یاده برخه کې ځیني ستونزې او نیمګړتیاوې مني، خو وايي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مهم کارونه هم شوي دي.

د یاد کمېسیون چارواکي وايي، د تېر په پرتله د حکومت ویاندویانو لخواد اطلاعاتو ورکړه پياوړې او یاده برخه کې شکایتونه کم شوې دي؛ خو د عامه پوهاوي په برخه کې لا هم ستونزي شته، چې د حل کولو لپاره یې کارونه روان دي.

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله رده بندۍ کې د محتوا له پلوه، لومړی مقام خپل کړی خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکه دا ده چې دا قانون سم نه تطبیق کیږي.

  • 08 تله 1399